په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل چې یو وخت د شیکسپیر د نندارو کور و

نن د ستر برتانوي ليکوال او شاعر ويليم شيکسپیر ٤٥٠ مه کاليزه ده.

د شيکسپیر نندارې د نړۍ په نژدې ټولو ژبو ژباړل شوي او نندارې ته وړاندې شوې دي.

يو وخت په افغانستان کې هم د شيکسپیر ژباړل شوې نندارې مينه والو ته وړاندې کېدې.

کريم حيدري د کابل ښار هغه تالار ته تللى چې يو وخت په کې د شيکسپیر نندارې وړاندې کېدې.

له يوه افغان فلم جوړونکي او شننونکي سره يې خبرې کړي.