په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشريزې ټاکنې او د رايو بيا شمېرنه

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د ځينو نورو رايو پايله نن اعلان کړه چې لا هم دواړه مخکښ کانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى په کې تر نورو مخته دي. دا لا هم د ټولو رايو پايله نه ده خو وايي هغه به د شنبې په ورځ په ډاگه کړي. تر اوسه داسې ښکاري چې په لومړي پړاو کې څوک بريالى نه دى او دويم ځلي ټاکنې به کېږي. د رايو د شمېر په ترڅ کې د سمو او ناسمو رايو توپير لوى سرخوږى جوړ کړى دى. حفيظ الله معروف هغه گودام ته ورغلى چې د رايو صندوقونه په کې ساتل کېږي