په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بنگله دېش د اته پوړيزې ودانۍ له نړېدا يو کال وروسته

بنګله دېش کې د يوې اته پوړيزې ودانۍ له نړېدا يو کال واوښت. دغلته د ټوکرانو گڼې فابرېکې وې. هغه پېښې کې ۱۱٠٠ کسان مړه شول...زرګونه نور یې ټپیان کړل. د رانا پلازې نوم اوس د بې وزلۍ، او د چټک فېشن په زمانه کې د ګارګرو لپاره د ناسم چاپیریال سمبول ګرځېدلی. خو دا دی یو کال تېر شو... په هغه پېښه کې ډېری اغېزمنو کورنیو تر اوسه هېڅ تاوان نه دی ترلاسه کړی.