په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نورستاني: د تېرو په پرتله دا ځل ټاکنو کې درغلي کمه وه

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون مشر احمد یوسف نورستانی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ رسمي پایلې اعلان کړې.

د بشپړو ابتدايي پايلو له مخې عبدالله عبدالله په سلو کې ۴۴،۹ سلنه او اشرف غني احمدزي په سلو کې ۳۱،۵ سلنه رايې خپلې کړې دي، چې تر نورو نوماندانو مخکې دي.

د ترسره شویو ټاکنو په اړه حفیظ الله معروف د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مشر احمد یوسف نورستاني سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې په ترسره شویو ټاکنو کې د درغلۍ کچه څومره وه؟