په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اروپا د پلاستيکي کڅوړو په غم اخته شوې ده

اروپا د پلاستيکي کڅوړو په غم اخته شوې ده.

هر کال د اروپايي ټولنې اوسېدونکي شاوخوا ۱۰۰ ميليارده پلاستيکي کڅوړې کاروي.

د دغو کڅوړو کمه برخه بيا کارېږي.

پلاستيکي کڅوړې د سمندرغاړو او هلته د ژوو لپاره لوى سرخوږى جوړوي.

د اروپايي ټولنې پارلمان يو پلان ومانه چې له مخې به يې په پنځو کلونو کې ٨٠ % پلاستيکي کڅوړې کمېږي.

خو دغه پلان بايد لومړى د غړيو هېوادونو له لورې ومنل شي.

اروپايي ټولنه غواړي هر هېواد د پلاستيکي کڅوړو پر لويې ستونزې غور وکړي.

نور جزییات په دې وېډیويي رپوټ کې چې حمید قیومي یې وړاندې کوي.