په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د ۳جي او ۴جي د لايسنسونو پلور پيل شو

په پاکستان کې د دريم او څلورم نسل تيلیفونونو يا ۳جي او ۴جي د لايسنسونو د پلور بهير پيل شو.

اسلام اباد هيله من دى چې له دې سره به ډېر خلک کار پيدا کړي او د حکومت خزانې ته به د ماليې پيسې ډېرې شي.

په پاکستان ١٣٠ ميليونه وگړي موبايل/گرځنده ټېلېفونونه کاروي خو دوى د خپل سيستم په نوي کولو کې چټک نه دي.

په گاونډي جنگ ځپلي افغانستان کې دغه بهير دوه کاله وړاندې پيل شو.

د پاکستان لپاره به دا نوي ټېلېفونونه په څه مانا وي؟

ځواب په دې رپوټ کې مومئ چې سپین تڼی یې وړاندې کوي.