په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شکایتونو کمیسیون د شکایتونو د ثبت موده تر دوشبنې و غځوله

د افغانستان ټاکنو د شکايتونو کميسيون د شکايتونو د ثبتولو موده د دوشنبې د ورځې تر ماښامه غځولې ده.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې يو مخکښ کانديد، ډاکټر عبدالله غوښتنه کړې وه چې دغه موده تر درو ورځو پورې وغځوي.

د انتخاباتو کميسيون د شنبې په ورځ پايلې اعلان کړې چې اوس د شکايتونو تر اورېدا وروسته ښايي رسمي نتايج په څه باندې دوو اوونيو کې اعلان شي.

ډاکټر عبدالله اوس تر خپل نژدې سيال ډاکټر اشرف غني وړاندې دى خو دوى دواړه د ټاکنو پر پايلو جلا نظرونه لري. حفيظ الله معروف له کابله رپوټ پرې لري.