په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کور مزدوره د کال په سلو تر ټولو اغېزمنو کسانو کې

د کور يوه مزدوره د ټايمز مجلې له خوا د کال په سلو تر ټولو اغېزمنو کسانو کې نومول شوې ده.

د هانگ کانگ دغه پخوانۍ اوسېدونکې په يوه کور کې مزدوره وه خو د خپلو مالکانو له خوا ځورول شوې وه.

اوس يې محاکمه پيلېږي، د دې قضيې د مزدورانو ژوند او کاري حالت ته د خلکو پام واړاوه.

د دې رپوټ ځينې برخې دردونکې دي.