په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ سوله ییزې خبرې بیا ونه شوې

د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ د سولې لپاره د امریکا یو ضرب الجل بې پایلې پوره شو.

تېره اوونۍ اسراییلو له خبرو هغه مهال لاس واخیست چې فلسطیني ډلو په خپلو کې جوړ جاړی وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري باندې تور دی چې اسراییل یې یو توکم پالی دولت یا ټولنه بللې ده خو هغه دا تور ردوي.

د دې دواړو هېوادونو تر منځ د سولې خبرې څو وارې ناکامه شوې دي.