په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سگرېټ څکول ناروغۍ پيدا کوي، خو برېښننایي سګرېټ څنګه؟

سېگريټ څکول د سرطان ناروغي پيدا کوي، انسان وژني خو بيا يې هم ځينې خلک څکوي.

دوى وايي روږدي شوي او پرېښودل يې ورته گران دي.

د سېگريټ پرېښودو لپاره ځينې نړيوال شرکتونه بېلابېل توکي توليدوي، لکه ژاولې او يا برېښنايي سېگرېټ.

دوى وايي برېښنايي سېگريت داسې دي لکه څوک چې رښتينى سېگريټ څکوي خو تاوان نه لري.

اوس ساينسپوهان وايي نه بابا دغه هم تاوان لري، ويې گورئ.