په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کارګرو نړیواله ورځ، افغان کارګر خپل حقونه غواړي

د کارګرانو د نړیوالې ورځې پر ورځ په ترکيې کې چارواکو اوښلن غاز او اوبشيندې وکارولې چې په سلگونو اعتراض کوونکي خپاره کړي.

په کمبوديا کې امنيتي ځواکونو د لاريونونو د ماتولو هڅه وکړه.

په روسيه کې له ١٩٩١ کال راهيسې په لومړي ځل تر سلو زرو ډېرو خلکو د کارگرو په مارش کې برخه واخيسته.

او په افغانستان کې بيا کارگر غواړي چې په قانون کې ورته ليکل شوي حقونه ورکړل شي.

ببرک مياخېل د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې يوې فابريکې ته ورغلى دى.