په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکرایین کړکېچ: دوه چورلکې ویشتل شوې دي

اوکرايني ځواکونو په سلاويانسک کې د روسي پلويو بېلتونپالو په وړاندې پوځي عمليات پيل کړي دي.

روسيې د اوکراين دا اقدام غندلى. رپوټونه وايي روسي پلويو ياغيانو دوه چورلکې نسکورې کړي دي.

دوه اوکرايني پيلوټان وژل شوي او د يوۀ بل د نيول کېدو خبرونه رارسېدلي.

د اوکراين د کورنيو چارو وزير وويل د دوى ځواکونو ښار کلابند کړى او د مخالفينو نهه پوستۍ يې نيولي دي.