په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د واکسواګن عاید ډېر شوي

واکسواګن د تېرې سې شنبې په ورځ د خپل عاید وروستۍ شمېرې په ډاګه کړې چې ۲۶ اعشاریه ۸ فیصده زیاتوالی په کې ښيي.

دا کمپنۍ هڅه کوي تر ۲۰۱۸ کاله پورې، نړۍ کې د موټر جوړولو تر ټولو لوی شرکت شي.

د دې ښو شمېرو او گټو سره سره، کارپوهان وايي دا ټوله بریا ښآيي د دې کمپنۍ پر یو لړ مهمو ستونزو پرده وغوړي.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې یما بارز یې وړاندې کوي.