په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ټولټاکنې، لسگونو زرو وگړو ته روزگار

دافغانستان ولسمشرۍ ټولټاکنو وروستۍ پايلې لا نه دې اعلان شوې، او لا هم د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ سيالۍ لپاره د دوهم پړاو رايې ورکولو خبرې کېږي. ډېرو ته به دوهم پړاو هم يو سرخوږی وي، خو د ډېرو نورو لپاره بيا د ټولټاکنو بهير له لومړيو د دندو زېږون او کاروبار فرصت و.