په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ډېره رخصتي اقتصاد ته گټوره ده

له رخصتيو خوند اخلئ؟ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې چې کله رخصتي وي، د ځينو د سوچ پر خلاف داسې ورځې د سوداګرۍ ښه موسم ثابتېږي. په بريتانيا کې د ليډز پوهنتون يوه څېړنه وايي که موږ کار لږ کم وکړو، اقتصاد به ترې ګټه واخلي، ښايي د اوونۍ څلور يا درې ورځې. خو پوښتنه دا ده چې دا د ستړيو کارکوونکو لپاره يوه ريښتنې حل لاره ده؟