په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کوکنارو نېش وهنه د عايد يوازنۍ سرچينه

د افغانستان جنوب کې د کوکنارو د نېش وهلو موسم رسېدلی، او ډېر کارګر هم د همدې کار لپاره دې سیمې ته مخه کوي. هغه کارګر چې په کندهار کې د کوکنارو نېش وهلو کار کوي، وايي د شاوخوا دوو اوونيو مزدوري يې د ټول کال لګښتونه پوره کوي. په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخنيوي نړيوالو هلوځلو او هم د بديلو لارو چارو له راکتلو سره سره، دغه هېواد لا اوس هم د په نړيواله کچه خورا زیات نشه يي توکي توليدوي.