په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ختيځ اوکراين خپلواکۍ ته رايه ورکړه

  • 12 می 2014 - 22 غویی 1393

د اوکراين په ختيځ کې روس پلوى خوځښت لا پياوړى شوى. د فعالينو له خوا د يکشنبې د ورځې ټولپوښتنې د خپلواکۍ لپاره رايه ورکړې.

په دنيڅک او لا شمال پلو په لوهانسک کې روس پلوي فعالين وايي دوى پر ملگرو ملتونو غږ کوي چې خپلواکي يې په رسميت وپېژني.

دا تر هغو څو اوونۍ وروسته کېږي چې سويلي سيمه کريميا رسمآ له روسيې سره يو ځاى شوه. په کيف کې لويديځ پلوى حکومت وايي دا انتخابات ناقانونه دي. خو روسيې وار دمخه د دغو ټاکنو د پايلو پلي کېده غوښتي دي