په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بخار زاړه ماشین ته ځوان کار کوونکي په کار دي

13 می 2014 - 23 غویی 1393 د خپرېدو نیټه 17:12 گرینویچ

د بخار ماشينونه د بشر نژدې تاريخ د ياد يوه برخه جوړوي، د سفر پخوانۍ مودې په زړه پورې انځورونه يې ياد تازه کوي او هم ورسره د نړۍ لروبر وګړي مينه لري.

خو د لندن دغه ډول يو ماشين چې له ۱۹۴۰ مو کلونو راهيسې چلېږي، اوس يې په اړه دا اندېښنې راپورته شوې، چې څومره نور به د پټليو د پاسه وچلېدی شي.

که څه هم لا تر اوسه يې حالت سمدم دی، خو د ډېری چلوونکو مينه والو عمر يې هم د دغه ماشين له وخت سره برابر دی، او د نورو ځوانو وګړو له ښکېلتيا پرته د دغه ډول ماشينونو راتلونکی په خطر کې ښکاري.