په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کییف له مخالفینو سره خبرې غواړي خو هغوی یې نه مني

د اوکراین کړکېچ سره په تړاو د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټانماير په يوه داسې هڅه کې د اوکراين منځمهالي بهرنيو چارو وزير سره کتلي چې له مخې يې د حکومت او بېلتونپالو ترمنځ خبرې پيل شي.

کيېف پلان لري د چارشنبې پر ورځ له مخالفانو سره کښېني، خو د بېلتونپالو ډلو له وړاندې ويلي دوی نه غواړي له حکومت سره وغږېږي.

نور جزییات په دې رپوټ کې کتلی شئ.