په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کليو پراختيا وزیر وايي د بدخشان له ځپل شوو سره مرستې بس دي

  • 13 می 2014 - 23 غویی 1393

د افغانستان د کليو پراختيا وزارت وايي د بدخشان د غره ښوېدو پېښې ټولو قربانيانو ته مرستې رسېدلي دي.

ويس برمک له بي بي سي پښتو ټلويزيون سره په خبرو کې وويل، د ده په گومان تر اوسه شوې مرستې بس دي.

په بدخشان کې نژدې دوه اوونۍ وړاندې د غره ښوېدنې له امله شاوخوا دوه نيم سوه کسان ووژل شوي او گڼ نور بې کوره شوي دي.

له خوشال تايب سره په خبرو کې ښاغلى برمک لومړى د مرستو پر وېش تم شوی.