په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د حمص ښار له جګړو وروسته

14 می 2014 - 24 غویی 1393 د خپرېدو نیټه 13:44 گرینویچ

سوریې ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي لخدر ابراهیمي، استعفی، په سوریه کې د میلیونونو وګړو د کړاو ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو د ناکامۍ یوه بله نښه ښودل شوې.

په دغه درې کلن کړکېچ کې، تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

په میلیونونه نور اړ شول چې کور او کلی پرېږدي.

سوریه کې د پاڅون مرکز حمص دی.

دغه سیمه اوس د حکومت تر ولکې لاندې ده .

حمص ته د خلکو د ورستنېدو په اړه رپوټ اسماعیل میاخیل وړاندې کوي.