په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ترکیه کې درې ورځنې ملي ماتم اعلان شوی

په ترکیه کې تر هغه وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو چې ۲۰۰ کان کنستوونکي، د ځمکې لاندې، د کار پر وخت، په یوه چاودنه کې مړه شول.

دا پېښه پرون، په لوېدیځ ښار سوما کې وشوه.

د چاودنې پر مهال په کان کې شاخوا ۸۰۰ کسان وو.

لږ تر لږه ۲۰۰ کسان لا تر اوسه ورک دي.

د نورو پاتې شونو د موندلو هیلې هم په کمېدو دي.

جزییات په دې رپوټ کې چې امان الله عمران یې وړاندې کوي.