په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملالې يوسفزۍ انځور په ۸۲ زره ډالره وپلورل شو

د ملالۍ يوسفزۍ يو کښل شوى انځور ورځ په نيويارک کې په يو لک او دوه نيم زره ډالر وپلورل شو.

ترلاسه شوې پيسې به د ملالې په نامه د خيريه صندوق له لارې په نايجريا کې د نجونو پر زدکړو لگېږي. د ملالې انځور د وتلي برتانوي انځورگر جانټن يو له لوري کښل شوى دی. ملاله د نجونو د زدکړې فعاله، اوس شپاړس کلنه ده او په ٢٠١٢ م کال کې د پښتونخوا په سوات کې د طالبانو له لوري په سر ویشتل شوې وه. هغه له درملنې وروسته اوس په برتانيا کې مېشته ده.

د بي بي سي عادل شاه زېب د ملالې له پلار ضیاوالدین یوسفزي سره د یوې مر کې په پیل کې د هغه غبرګون پوښتلی دی.