په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغانستان کې مخابراتي خدمتونه ښه شوي"

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي د مخابراتي ټکنالوژۍ څلورم نسل/فورجې به ډېر ژر په افغانستان کې دود شي او خلک به د راتلوونکو څو کلونو په ترڅ کې په دې وتوانېږي چې د گرځنده ټېلېفونونو له لارې په ټاکنو کې خپلې رايې وکاروي.

چارواکي زياتوي چې افغانستان په تېرو څه د پاسه ۱۰کلونو کې د مخابراتو په ډگر کې د پام وړ پرمختگ کړى او اوسمهال په سلو کې ٩٠ افغانان له مخابراتي خدمتونو برخمن دي، او په ميليونونو نور گرځنده ټېلېفونونو او انټرنیټ ته لاسرسى لري.

خو له دې پرمختګونو سره سره د مخابراتو د کيفيت، مخابراتي خدمتونو او همدا راز د بيو د لوړوالي په تړاو شکايتونه شته.

دا چې افغان حکومت دې ستونزو ته څومره پام کړى، او په تړاو يې څه کول غواړي، دا پوښتنې یما بارز په یوې مرکې کې د افغانستان د مخابراتو له مرستيال وزير ايمل مرجان مخ کړې خو په پیل کې یې د مخابراتي شبکو د څار د ميکانيزم په تړاو وپوښتلی دی.