په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بالکان سيلابونو ځپلى

په سربیا او بوسنیا کې، د دغې سیمې په تاریخ کې، تر ټولو بد سېلابونه راغلي دي...اوس دواړه هېوادونه له نړیوالو مرسته غواړي. د اروپايي ټولنې، امریکا او روسیې چورلکې، سیمې ته د خلکو لاس نيوي ته ورغلي دي خو لا نورو مرستو ته اړتیا شته.

چارواکي خبرداری ورکوي چې د دې اوونۍ په پای کې به لا نور سېلابونه راشي. تر اوسه لږ تر لږه، ۳۵ کسان مړه شوي دي...ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.