په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

آیا د خوړولو پرمهال د خوړو زیانونو ته فکر کوئ؟

ړیوالې ادارې وايي په نړۍ کې پنډوالی/چاغي د انسانانو روغتیا ته له سګریتونو نه لوی خطر دی.

د کاروونکو نړیواله اداره او چاغۍ نړیوال فدراسیون د حکومتونو له خوا په دې برخه کې د سختو مقراراتو د پلي کولو غوښتنه کوي.

دوی وايي داسې تصویرونه دې د څښاک او خوراکي توکو پر قطیو او کڅوړو چاپ شي چې له چاغۍ نه پیدا کېدونکې ناروغي په ډاګه کوي.

نوموړو ادارو ویلي چې د هغو کسانو شمېر مخ په ډېریدو دی چې د پنډوالي/چاغۍ له امله مري.

په نویو مقراراتو کې چې د پلي کولو غوښتنه یې کېږي د څښاک او خوړو په توکو کې د مالګې، بورې او غوړو کمول هم شامل دي.

ستاسو اندېښنې څه دي؟

آیا د خوړولو پرمهال د مالګې، بورې او غوړو زیانونو ته فکر کوئ؟

د پنډوالي د مخنیوي لپاره څه کوئ؟

دا او ځینې نورې پوښتنې په ستاسو نظر پروګرام کې ابراهیم امیري له اوریدونکو کړې دي.