په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تايلنډ لارو کوڅو ته سرتېري وتلي

تايلنډ کې پوځ وايي، هېواد کې د سیاسي بحران له کبله مارشلا ( پوځي قانون ) لګول شوی، چې امنیت ټینګ وساتل شي.

د پوځ مشر له لوري په کې د پوځي قانون له اعلانولو وروسته ځواکونه سړکونو ته وتلي دي.

د تایلنډ پوځ مشر جنرال پرايوت چان اوچا ټينګار کړی چې دا يوه کودتا نه ده، سره له دې چې پوځ يې اوس له پراخو واګو برخمن دی، او حکومت پر دې خبر نه و چې پوځي قانون پلی شوی دی.

د پوځ مشر سياسي ډلې هم هڅولې، چې په تايلند کې د روان سياسي کړکېچ د حل لپاره خبرې وکړي.