په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نايجېريا پر يو کلي بريد ۱۷ کسان وژلي

د نايجېريا شمال ختيځ کې پر يوه کلي د بريد پړه پر بوکو حرام اورپکې ډلې اچول شوې، چې لږترلږه ۱۷ کسان په کې وژل شوي دي.

دغه پېښه د جوس مرکزي ښار کې له هغو غبرګو بمي بريدونو يوه ورځ وروسته شوې، چې ۱۱۸ کسان په کې ووژل شول، او پړه يې هم پر بوکو حرام ډلې اچول شوې وه.

دا هغه سيمه ده چې ورڅېرمه په کې څه د پاسه دوه سوه نجونې په کې تښتول شوې دي.

د راپورونو له مخې د بوکوحرام ډلې اورپکو په الاګارنو کلی کې د خلکو په وژلو او لوټلو ساعتونه وخت تېر کړی دی.