په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کې د هند پر کونسلۍ بريدګر وژل شوي

د افغانستان په لوېديځ هرات کې چارواکي وايي د هند پر کونسلۍ بريد د بريدگرو پر وژنه پاى ته رسېدلى دى. بريد سهار وخته پيل شوی و. پوليس وايي وسله وال کسان يوې گاونډۍ ودانۍ ته ننوتلي او بيا يې بريد کړی.

افغان ځواکونو ودانۍ کلابنده کړه خو مقاومت ورسره وشو. د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي د دوى ټول کارکوونکي خوندي دي.

افغان چارواکي وايي دوه پوليس برسېرن ټپيان شوي دي. په هرات کې مو همکار محمد قاضي زاده نور جزييات لري