په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې پر کاروبار د سیاسي ناڅرګندتیا اغیزې

په افغانستان کې دوهم پړاو ته د ټاکنو غځېدو او د سياسي ناڅرګندتيا له امله کاروبار اغېزمن شوی دی.

له امريکا سره د دوه اړخيز امنيتي تړون برخليک هم لا نه دی څرګند، چې لاسليکېږي به کنه، او که کېږي څه وخت؟

سږکال به افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه هم له دغه هېواده ووځي چې له دې سره د امنيت په اړه هم اندېښنې ډېرې شوې دي.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.