په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بنګا ټاپو کې د خامې وسپنې سپړل

د سرچینو زياتېدونکې نړيوالې غوښتنې هر ځای د مېنرالونو شتمن هېوادونه د پرمختګ په موخه بدل کړي دي.

د بېلګې په توګه اندونيزيا، چې له ۱۷ زره ټاپوګانو جوړه شوې، خو ډېر يې يو داسې قانون پوښي چې که چاپېريال يا خلک په خطر کې وي، نو په کان کيندلو بنديز لګوي.

خو داسې وېرې دي چې اوس په کې له دغه قانونه سرغړونې کېږي.

لکه په دې رپوټ کې چې سعیده محمود یې وړاندې کوي ګورئ د ځايي خلکو له احتجاجونو سره سره، د بنګا وړوکي ټاپو کې يو چينايی شرکت د خامې وسپنې سپړلو په لومړيو پړاوونو کې دی.