په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مصریان خپل نوی ولسمشر ټاکي

مصر کې نن د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره رايه اچول کېږي.

تېر کال د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي له پرځولو وروسته، دا په دوو کلونو کې د ولسمشرۍ دوهم ځل ټاکنې دي.

په دې ټاکنو کې يوازې دوه کانديدان، د پوځ پخوانی مشر عبد الفتاح السيسي او کيڼ اړخی حمدين صباحي سره سيالي کوي.

پايلې به یې د جون لومړيو کې راووځي.

تفصیل په دې رپوټ کې چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي.