په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"نواز شریف به د هند د شکایت لری کولو هڅه وکړي"

Image caption رحیم الله یوسفزی

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی وايي چې د هندوستان نوي لومړي نارېندرا مودي خپل پاکستاني سيال نوازشريف ته ويلي دي چې اسلام آباد بايد اورپکو ته اجازه ورنکړي چې پر هند په بريدونو کې د پاکستان له خاورې کار واخلي.

د هند د لومړي وزير په توگه د خپل کار په لومړۍ ورځ ښاغلي مودي له نوازشريف سره ۴۰ دقېقې کتنه درلودله.

تردې وړاندې ښاغلي مودي د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره هم وکتل چا چې له يوې هندي ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د بهرنیو استخباراتو د معلوماتو له مخې په هرات کې د هند پر قونسلگرۍ برید پاکستان مېشتې لشکر طیبه ډلې کړی دی.

متين سمسور د سيمه ييزو چارو له شنونکي رحيم الله يوسفزي سره مرکه کړې چې لومړى له پاکستانه د ښاغلي مودي پر غوښتنې غږېږي.