په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د چینایۍ له زده کړې سره د روزۍ هیلې

په بریتانيا کې د ښوونځيو ډېر زده کوونکي د خپلې زده کړې پر مهال دویمه ژبه غوره کوي.

په دوديز ډول به دا اروپايي ژبې وه، لکه فرانسوۍ يا جرمنۍ. خو اوس پوښتنه دا ده چې د دې ژبو زده کړه د وخت ضايع کول دي؟

ځينې وايي کېدی شي د چينايۍ زده کړه به لا ښه غوراوی وي، او د اقتصاد لپاره به لا ډېره ګټه ولري.