په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ په هرو درو کسانو کې يو چاغ دى

په برتانیا کې یوه څېړنه وايي، د نړۍ په هرو درو کسانو کې يو چاغ دى.

د لانسېت، په نامه د روغتیا په یوه ژورنال کې خپره شوې څېړنه ښيي چې نړۍ د چاغښت له ستونزې سره مخامخ ده.

دوى وايي شاوخوا دوه ميليارده وگړي دا ستونزه لري.

لکه په دې رپوت کې چې به يې وگورئ دا ستونزه هر ځاى شته، که هېواد شتمن وي که مخ پر ودې.