په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غزني کې ماین چاودنې ۱۲ تنه وژلي

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ماین چاودنو د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه دولس ولسي وګړي وژلي دي.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده بي بي سي ته وویل دا پېښه نن سهار د یوه واده د موټرو پر کاروان شوې چې دوه ګاډي پکې وېجاړ شوي دي.

د نوموړي په خبره، په وژل شویو کسانو کې اووه ښځې، درې ماشومان او دوه سړي شامل دي.

د ګېرو ولسوال بشیر خیرخوا له عنایت الحق یاسیني سره په مرکه کې نور جزیات ورکړل.