په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان او تاجکستان تر منځ نوې لار جوړه شوې

د اروپايي ټولنې په مرسته د افغانستان او تاجکستان ترمنځ يوه نوې لار جوړه شوې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ لا له مخکې د تلو راتلو درې نورې لارې هم وې.

خو د پنج سيند د پاسه د نوي پله له جوړولو سره د افغانستان اړخ کې د درواز ولسوالۍ اوسېدونکو هيلې زياتې شوې، چې د دوی ژوند به لا اسانه شي.

مرستندويه چارواکي هيله من دي چې د دغې لارې له جوړلو سره به هم سيمه ييزه همکاري او هم سوداګري وغوړېږي.