په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالب بندیانو خوشې کیدل افغان سولې ته په څه مانا ده؟

له ګوانتانامو څخه په خوشې شویو پنځو جګپوړو طالب چارواکو کې تر ټولو جګپوړی ملا خیرالله خیرخواه دی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

بل یې ملا محمد فاضل مظلوم دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوی درستیز پاتې شوی دی.

دریم یې نورالله نوري دی چې د طالبانو په اداره کې د لغمان بیا د بغلان او وروسته د بلخ والي و چې په ۲۰۰۱ میلادي کال بلخ کې ونیول شو.

بل یې عبدالحق وثیق نومېږي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو ریاست مرستیال و.

او پنځم یې محمد نبي عمري دی چې په خوست کې زیږیدلی او یو طالب مشر بلل شوی دی.

نو د یوهّ امریکايي ضابط به بدل کې د دغه طالب مشرانو خوشې کېدل به په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له هڅو سره څومره مرسته وکړي.

دا پوښتنه اسماعیل سعادت په کابل کې د سیاسي او د طالبانو د چارو له یوهّ کارپوه وحید مژده نه د یوې مرکې په سر کې کړې.