په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سعودي شيعه گان او د تيلو سترې زېرمې

د سعودي ختيځ کې د شيعه لږکيو له لوري پرله پسې احتجاجونه تر ډېره د رسنيو له خبرونو لرې پاتې شوي دي. دغه سيمه د نړۍ د تېلو تر ټولو سترې زېرمې لري. د بي بي سي لپاره په يوه ځانګړې پلټنه کې سعودۍ خبریاله صفا الاحمد توانېدلې چې په کم ساري ډول په دې سيمه د روان حالت فلم ثبت کړي. دې له فعالانو سره خبرې کړې، چې ځينې يې د حکومت تر ټولو زياتو غوښتل شویو کسانو لست کې دي.