په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تورې پیسې په افغانستان کې څومره لویه ستونزه ده؟

د افغانستان ولسي جرګې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي قانون د رایو په اکثریت تصویب کړ خو د پیسو سپینولو قانون مسوده د ولسي جرګي ګډن کمېسیون ته وړاندې شوه.

تمه ده چې دغه مسوده د راتلوونکې شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومی غونډې ته وړاندې شي.

داسې اندیښنې شته که دغه قانون پر وخت تصویب نه شي نو د هېواد پر اقتصاد به ناوړه اغیز وکړي.

تورې پیسې د افغانستان په اقتصاد کې څومره لویه ستونزه ده؟

دا پوښتنه یما بارز د کابل پوهنتون له استاد تاج محمد اکبر نه د مرکې په پیل کې کړې ده.