په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چينايان خپل هېواد ته په څه ډول ګوري؟

۲۵ کاله مخکې د چينايي ټانکونه د بېجینګ تيان انمېن ډګر ته ورننوتل او ځواکونو يې د هغو لاريونونو تيتولو په موخه ډزې وکړې چې په سوله ييز ډول پيل شوي وو.

په کمونست چين کې د ديموکراتيکو اصلاحاتو د دغو هڅو ځپلو پېښه کې سلګونه خلک ووژل شول.

اوس په چين کې چارواکي د تيان انمېن پېښې د ياد لمانځلو مخنيوی کوي چې ورسره دا پوښتنه راپورته شوې چې د نړۍ دوهم ستر اقتصادي ځواک کې څومره بدلون راغلی؟

په دې راپور کې به چې ایمل پسرلی یې وړاندې کوي وینئ چې چينايان نن خپل هېواد ته په څه ډول ګوري؟