په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"تورپوشانو ۱۱ طالبان عدام کړي دي"

افغان چارواکي ادعا کوي د پاکستان له "لشکر طیبې" سره تړلې سل کسیزه ډله نورستان ته ننوتې، تور مولونه لري او هغه طالبان وژني چې گواکې د ټاکنو د چارو گډوډول نه غواړي.

د سیمه ییزو چارواکو په باور دغې ډلې تر اوسه د کامدیش په ولسوالۍ کې ۱۲ طالب قومندانان اعدام کړي دي.

په دې باب لشکر طيبې يا هم افغان طالبانو تر اوسه څه نه دې ويلي. افغان چارواکو د دغو کسانو د اعدام يوه وېډیو رسنيو ته سپارلې ده.

زموږ همکار ملیار صادق آزاد د دې رپوټ د چمتو کولو لپاره نورستان ته ورغلى و.