په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زابل کې پنځه امریکايي پوځیان وژل شوي

امریکايي پوځي سرچینو تایید کړې چې پنځه تنه پوځیان یې د افغانستان په سوېل کې په خپله د دوی له لوري په تېروتنه وژل شوي دي.

پېښه په زابل کې شوې، چې د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري په کې د طالبانو پر وړاندې ګډ عمليات روان دي. سږ کال تر دې مهاله په افغانستان کې د ناټو څه د پاسه ۳۰ سرتېري وژل شوي دي.

بلال سروري د دغې پېښې نور حال لري.