په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فوټبال په نړیوال جام سیالیو کې پاکستاني توپونه

برازیل کې د فوټبال نړیوال جام لوبو ته دوې ورځې پاتې دي او ټولې سترګې پر نړیوالو لوبډلو دي. پاکستان ښايي یو له هغو ډلو نه وي خو دغه هېواد د دې لوبو لپاره توپونه جوړوي.

پاکستان پخوا د نړیوال جام لوبو په ګډون د نړۍ په لر و بر کې د فوټبال لوبو لپاره د توپونو عمده تولیدوونکی و خو په تېرو ۱۰ کلونو کې چین ترې په دې برخه کې مخته شو ځکه پاکستان په خپلو فابریکو کې عصري ټکنالوژۍ نه لري.

خو اوس په سیال کوټ کې یوې فابریکې بېرته په کار پیل کړی دی.

جزییات په دې رپوټ کې چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي.