"زه خپل ولسمشر ټاکم"

د خپريدو وخت: 17:50 گرینویچ - چارشنبه 11 جون 2014 - 21 غبرگولی 1393
  • مهناز حیدري، محصله او خبریاله: د ټاکنو په لومړي پړاو کې لیوالتیا ډېره وه خو دویم تر لومړي حساس پړاو دی ځکه چې زموږ پنځه کاله ټاکي خو زه داسې فکر کوم چې دویم پړاو ټاکنو ته د لومړي پړاو په پرتله د خلکو لیوالتیا لږه ده.

    د ټاکنو د دویم پړاو ګټه په دې کې ده چې خلکو تجربه واخیسته او ورځ تر بلې هوښیارېږي.

    زه په دې خاطر په ټاکنو کې ګډون کوم چې د تېرو کلونو لاسته رواوړنې او دغه نسبي امنیت وساتل شي.

    ما په لومړي پړاو کې هم ګډون کړی و خو د دویم پړاو لپاره مې کافي وخت درلود چې د دوو کاندیدانو په اړه څیړنې او مطالعه وکړم.

    زما په نظر په انتخاباتو یا بله هره سیالي کې باید پر یو بل لفظي بریدونه ونه شي په هر کار کې تعادل ښه دی. د کاندیدانو خبرې زما پر پرېکړې اغیز کولای شي هر څوک چې ښه پروګرام ولري زه به هغه ته رایه ورکړم.

  • نبي خلیلي، ښوونکی: ما د ټاکنو په لومړي پړاو کې ګډون وکړ د انتخاباتي هلو ځلو منفي اړخ ښايي دا وي چې د کاندیدانو ترمنځ ترنګلتیا ډېره شوې، لفظي بریدونه سخت شوي او نیغ په نیغه پر یو بل لفظي برید او یو بل ته سپکاوی کېږي. په اوس وخت کې چې ولسمشر بدلېږي او نوی ولسمشر چارې سمبالوي زما هیله دا ده چې تر ټولو مهمه په ټولنه کې د کاندیدانو ځای دی کله چې بریالی کېږي په خلکو کې به څومره ځای ولري؟

    لومړي پړاو ټاکنو ښايي زما پر ژوند اغیزه نه وي کړي خو په غېرمستقیمه توګه یې اغیزه لرله او ټولنه له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخامخه شوه.

    ټولو خلکو اوس د یوه کاندید بري ته سترګې نیولي دي، بدلون په خپله یوه هیله ده او د ولسمشر بدلون کولای شي هیلې له ځان سره ولري.

  • سحر فطرت، مدني فعاله: ما د ټاکنو په لومړي پړاو کې رایه ورکړه، باوري وم او غوښتل مې وښايم چې زه د خپل هېواد د راتلوونکې لپاره به خپل مسؤلیت پوهېږم، په هماغې لیوالتیا بیا رایه ورکوم.

    ټاکنې برخلک ټاکونکې دي او زه د یوې ځوانې ښځې او فعالې په توګه غواړم د خپل هېواد په برخلیک ټاکلو کې برخه واخلم.

    د دې لپاره رایه ورکوم که سبا ته ښه وي یا بد له خپل دولت نه یې په اړه پوښتنه وکړم خو که رایه ورنکړم نو بیا به ځان یو غیر مسؤل کس ګڼم.

    زه راتلوونکې او د کاندیدانو پروګرامونو ته هيله منه یم چې هر څوک ولسمشر شي پرې به نږدی چې افغانستان بیا ۱۲ کال پخوا ته وروګرځي.

    د یوې ښځې په توګه زما غوښتنه له هغوی نه دا ده چې پرې نږدي چې افغانستان شاته لاړ شي.

    په بېلا بېلو برخو کې د ښځو ونډې ته توجه وکړي. زه نن ورځ په بایسکل ګرځم چې ستونزمن دی او دغه نسبي آزادي مو هم په سختې ترلاسه کړې ده، راتلونکی ولسمشر باید دغه لاسته راوړنې وساتي.

  • محمد داود، ټکسي موټر چلوونکی: په لومړي پړاو ټاکنو کې مو ګډون وکړ په دویم پړاو کې هم ګډون کوو، له دې دوو کاندیدانو نه یو کس بریالی کېږي، هرڅوک چې بریالی شي زه هیله من یم چې خلکو ته خدمت کوي او په همدې هیله زه په ټاکنو کې برخه اخلم.

    داسې ولسمشر دې راشي چې خلکو ته سوله او آرامي راوړي او خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي.

    د کاندیدانو د لفظي بریدونو په اړه باید ووایم هغه څوک چې رایه ورکوي هغه د هغوی دې خبرو پسې نه ګرځي، ما وار دمخه خپله پرېکړه کړې چې چا ته رایه ورکړم، د هغوی ښې او بدې خبرې پر ما څه اغیز نه لري.

    په ټاکنو کې له ګډون نه زما هیله او هدف دا دی چې هېواد ته سوله او ارامي راشي او موږ وتوانېږو چې یوه مړۍ حلاله ډوډۍ وګټو.

    سره له دې چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ زموږ پر ژوند ناوړه اغیزه کړې ده موږ د خپل هېواد د برخلیک ټاکلو لپاره هر څو وارې چې ټاکنې ترسره شي ګډون په کې کوو.

  • نګینه، د حقوقو او سیاسي علومو محصله: دا د یوه وګړي دنده ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي ځکه نو ما هم د ټاکنو په لومړي پړاو کې برخه واخیسته.

    په دویم پړاو کې هم د ګډون هوډ لرم.

    په لومړي پړاو کې کاندیدان ډېر وو، بې نظمي هم ډېره وه، په دویم پړاو کې دوه کاندیدان لرو او تمه ده چې د لومړي پړاو په پرتله به ټاکنې رڼې وي.

    د کاندیدانو لفظي بریدونو پر ما او نورو ښاریانو منفي اغیزې لرلې، د رڼو ټاکنو لپاره باید کاندیدان د یو بل له سپکاوي نه لاس واخلي.

    دا طبعي ده چې د کاندیدانو له خوا د خپل سیال پرضد د سپکو ټکو کارول زما پر پرېکړي اغیزه لرلې ده. هر کاندید چې هره خبره کوي د ځوانانو او پر عمومي افکارو اغیزه کوي دوی باید خپلو خبرو ته پاملرنه وکړي.

  • صبور شیرزاد، ترافیک پولیس: موږ هیله من یو چې یو پوه، هوښیار او خدمتګار کس ولسمشر شي او خلکو او وطن ته خدمت وکړي.

    زه باوري یم چې ټول په ټاکنو کې ګډون کوي ځکه ټول غواړي چې زموږ هېواد پرمختګ وکړي، خلکو ته کار پیدا شي او آرامي راشي.

    په لومړي پړاو کې له یوې ځانګړې لیوالتیا سره لاړم او رایه مې ورکړه، د کورنۍ هغه غړي چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي هم راسره تللي وو اوس هم په یوې ځانګړې خوشحالۍ ځو رایې ورکوو.

    د کاندیدانو پروګرامونه مې اوریدلی دي، ښې خبرې کوي خو هیله من یم چې دغه خبرې عملي هم کړي.

    زه له کاندیدانو غواړم چې پر یو بل له لفظي بریدونو لاس واخلي.

  • جمعه خان: د ټاکنو په دویم پړاو کې ګډون کوم، دا زما دنده ده، د ټولو خلکو هیله سوله او امنیت ده.

    د دې لپاره چې ولسمشر وکولای شي خلکو ته خدمت وکړي، هېواد ته ارامي راولي او اقتصادي او ټولنیزې ستونزې هوارې کړي له رایې ورکولو پرته بله لار نشته.

    په لومړي پړاو کې مې لیوالتیا ډېره وه خو اوس چې خبره دویم پړاو ته ووته اوس هم لیوال یم چې ګډون وکړم خو هر څومره چې انتخابات ځنډېږي زموږ ستونزې ورسره ډېريږي، موږ غواړو چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي.

    د کاندیدانو لفظي بریدونه ښه کار نه و، یو بل ته سپکاوی پر خلکو اغیز کوي ځکه چې ټولو هغوی ته سترګې نیولې دي، که مشران بد کارونه وکړي او یو بل ته سپکاوی وکړي دا خلک به ترې څه زده کړي.

  • ولي محمد، میوه پلورونکی: د ټاکنو په لومړي پړاو کې مې خپل د خوښې کاندید ته رایه ورکړه او په دویم پړاو کې هم رایه ورکوم.

    زموږ امنیتي ځواکونه پیاوړي دي، د رایې ورکولو مرکز ته له ورتګه ویره نه لرم او نور خلک هم باید ویره ونه لري.

    نوماندانو غوړې ژمنې کړې دي خو دا چې عملي کوي یې یا نه دا به وروسته څرګنده شي.

    خو موږ له خدایه غواړو چې همدا ژمنې عملي کړي څو دا ملت له بدبختیو ووځي، ولږه او بي وزلي له مینځه لاړه شي، سوله راشي او زموږ د هېواد اقتصاد پیاوړی شي.

    له دې دوو نوماندانو هر یو چې ټاکنې ګټي موږ یې منو خو زموږ غوښتنه ترې دا ده چې خلکو ته خدمت وکړي.

    ټاکنې اوږدې شوې او زموږ پر کاروبار یې اغیزه وکړه، د ټاکنو پایلې باید ژر معلومې شي.

    له ټاکنو دمخه مو د ورې تر ۱۲۰ سیرو پورې هندوانې پلورلې خو اوس یې بازار خراب شوی دی.

    موږ له کاندیدانو تمه نه لرله چې د یو بل په اړه سپکې خبرې وکړي، هغوی باید په دې پوه شي چې موږ د خلکو حکومت غواړو، د یوې سمې پورې تړلی حکومت نه غواړو، داسې حکومت غواړو چې ټول افغانان په کې راټول وي.

    کاندیدان باید له خپل فکر، قلم او زغم نه کار واخلي او پارونکې خبرې ونه کړي.

  • سید فضل، کباب پلورونکی: داسې یو ولسمشر دې راشي چې آرام، عادل او پوه وي چې له دې هېواد نه ورور وژنه او سړي وژنه لري کړي څو خلک وکولای شي چې په آرامۍ کې سره کار وکړي.

    ما د ټاکنو په لومړي پړاو کې رایه ورکړه او بیا هم رایه ورکوم.

    زموږ هېواد باید د نورو هېوادونو په څیر پرمختګ وکړي، ځوانانو ته باید د زده کړو او کار زمینې برابرې شي.

    سپکاوی ښه نه دی، موږ ټول سره ورورنه یو او ولسمشر منو، له خپلو مشرانو غواړو چې د یو بل په اړه بدې او ناوړه خبرې ونه کړي. که دا خاوره د یوه ده د بل هم ده، موږ باید یو بل وزغمو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .