په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټاکنو کې د رسنیو ونډه

د ازادې جرګې په دې ګڼه کې پر دې موضوع خبرې شوي چې په افغانستان د ټاکنو پر مهال د رسنیو ونډه څنګه وه.

د ټاکنو د لومړي پړاو پر دود ځینو رسنیو پرېکړه کړې چې په دوهم پړاو کې هم د مخالفو وسله والو ډلو د ورانکارو فعالیتونو په اړه رپوټونه خپاره نه کړي.

دي کار له خلکو سره پوښتنې او اندیښنې پیدا کړي.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې که څه هم رسنیو ځینې ننګونې درلودې خو بیا هم د دوی رول ارزښتمن وبلل شو.

رسنۍ پر ټاکنو څه اغیزه کولای شي، دغه موضوع د آزادې جرګې په ۲۴ خپرونه کې چې په ټاکنو کې د رسنیو د رول په اړه جوړه شوې څېړل شوې ده.

دې خپرونه ته د اطلاعاتو او کلتور وزیر سیدمخدوم رهین

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مشر عبدالحمید مبارز

د کلید رسنیزې ډلې مشره نجیبه ایوبي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل

او د ولسي جرګې غړي ګلالۍ نور صافۍ رابلل شوي وو