په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

داعش اسلامپاله ډله پر بغداد د ولکې هوډ لري

د داعش په نامه د اسلامپاله اورپکو ډلې هوډ کړی چې د دغه هېواد پر مهمو ځايونو له ولکې وروسته به پر پلازمېنه بغداد يون کوي. دوه ورځې مخکې دوی پر موصل ولکه وکړه، او پرون دغې ډلې داوه کوله چې د پخواني ولسمشر صدام حسين ټاټوبي تکريت کنټرول هم اوس له دوی سره دی. ټاکل شوې وه، د عراق پارلمان نن سهار د بيړني حالت پلي کولو په اړه د لومړی وزير نوري المالکي پر غوښتنه رايه ورکړي، خو رايه ورکونه اوس ځنډول شوې ده...