په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

م،م: په عراق کې اورپکو خلک عدام کړي

ملګري ملتونه وايي له عراقه یې داسې خبرونه تر لاسه کړې دي چې وايي اسلام پالو اورپکو خلک اعدام کړې دي. اسلام پالي لا هم د ښارونو پر نیولو بوخت دي.

له موصل او تکریت وروسته چې تېره اوونۍ د دوی ګوتو ته ورغلل، دغه سني اسلامپالي اوس د پلازمېنې بغداد پر لور روان دي.

تازه رپوټونه وايي چې د سعدیه او جلاولا ښارونه هم اوس د دوی تر ولکې لاندې دي. امریکا وايي، د یوه ممکنه پوځي ګام په ګډون پر ټولو لارو غور کوي.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې سعیده محمود یې وړاندې کوي.