په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ولسمشر حامد کرزي راتلونکې

کوم کانديد چې د نن ورځې رايې ورکولو پايله کې بريالی راووځي، د زمري پر ۲ مه به لوړه کوي چې د ولسمشر حامد کرزي ځای ونيسي. حامد کرزی لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال په پای کې د بون غونډې پر مهال د لنډمهالې ادارې او بيا په ۲۰۰۲ کال د بيړنۍ لويې جرګې له لوري د منځمهالې ادارې مشر په توګه وټاکل شو. ده بيا په ۲۰۰۴ کال د افغان ولسمشرۍ لومړۍ ټاکنې وګټلې او په ۲۰۰۹ کال کې دوهم ځل ولسمشر وټاکل شو. حفيظ الله معروف د ښاغلی کرزي ژوند ته کتنه کړې ده.