په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د ګډون کچه يوازې د ټاکنو خپلواک کميسيون ټاکلى شي"

د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو اداره فیفا، وايي د ولسمشريزو ټاکنو دویم پړاو په تړاو يې تر اوسه څه د پاسه ۳۹۰۰ شکايتونه کره کړي چې وروسته به یې ټاکنیزو کمېسیونونو ته وسپاري.

په ټاکنو کې د درغليو تورونه او د رايې اچونې بهير کې د خلکو د گډون کچه داسې موضوع ده چې اوس يې يو لړ ناندرۍ راپارولې دي.

فيفا وايي دا به گرانه وي چې په ټاکنو کې د خلکو د گډون د کچې په تړاو څه وويل شي او دا کار يوازې د ټاکنو خپلواک کميسيون کولى شي.

نو د دغو درغليو بڼه او ماهيت څه دى؟ دا پوښتنه د فيفا وياند فهيم نعيمي ځوابوي.